برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د کجران ولسوالۍ جنایی آمر دخپل خسر په کورکی په مرموز ډول ووژل شو

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د دایکندي ولایت امنیتي مسئولین وايي، د کجران ولسوالۍ جنايي آمر د خپل د خسرد کور دننه په مرموز ډول وژل شوی دی
د دایکندي د امنیه قومندانۍ ویاند ګل آغا سجادي رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه تیر ماښام د کجران ولسوالۍ په ناوه رود سیمه کې هغه مهال رامنځ شوه، کله چې جنايي آمرعیسی ستیزد خپل خسر کور کې په میلمستیا بوخت وو
نوموړی زیاتوي، په دغه پېښه کې د جنايي آمر ترڅنګ د هغه د ښځې وړوکی ورور او یو بل تن وژل شوي او بریدګر د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي.
تراوسه دا څرګنده نه ده چې نوموړی د چا لخو او څرنګه ترور شوی؛ خو د دایکندي ولایت امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، د پېښې په هکله یې څیړنې پیل کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي