برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۷ تیر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ډیر اوسیدونکی د رای د حق څخه محروم پاته کیدا

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمیسوین تیره ورځ د ټاکنو ذیربط نهادونو هماهنګی ناسته د خپل همکارو نهادونو سره په دایکندی کې ترسره کړه. په دی ناسته کې قاسم قسیم د دایکندی ټاکنو مستقل کمیسیون رئیس چی د تقویتی نوم لیکنې او د نوم لیکل شویو کسانو آمار په اړه خبری کول وویل: د جوزا ۱۸ تاریخ راهیسی چی تقویتی نوم لیکنه د دایکندی په سطحه کې جریان لری، نږدی ۵۰۰۰ رای ورکوونکې خپل تابعیت تذکره برچسب وهلی او نوم لیکنه کړی دی، دا په داسی حال کې دی چی یواځی ۳ ورځی نور د تقویتی نوم لیکنې پروسه پای ته پاته دی.
هغه همدارنګه زیاته کړه چی موږ، ټول مشکلات چی په دایکندی کې شتون لری لکه د تقویتی نوم لیکنې مرکزونو لیری والی او امکاناتو ته نه لاسرسی قبلوو خو بیله دی کوم چاره نه لرو چی نوم لیکنې مرکز ته تللی او ځان ثبت کړو ترڅو رای حق څخه محروم نه شو.
قسیم زیاته کړه: د درو ورځو وروسته، ددی صبر کوو ترڅو دا پروسه تمدید شی او ټیمونه سیار شی ترڅو دایکندی ټول اوسیدونکې نوم لیکنه وکولای شی او خپل مشروع حق څخه برخمن شی.

شریک یي کړئ!