برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکايي او حکومتي الوتکو د د اعش پرځاي طالبان بمبار کړل

د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې امریکايي او حکومتي ځواکونو د داعش پرضد د طالبانو جنګي خط بمبار کړی.


د سیمې اوسیدونکي وايي چې بمبار ټوله شپه په درز کې روان و او له چورلکو، جیټ الوتکو او بې پیلوټه الوتکو څخه په کې استفاده کېده.
څو ورځې مخکې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني د اوربند په اعلان کې ویلي و چې په اوربند کې به د داعش پر ضد جګړه ګرمه کړي، خو تېره شپه یې د نهو بجو څخه تر دریوو بجو پورې هغه طالبان بمبار کړل چې په نږدې راتلونکي يې د داعش د بشپړې بیخکنۍ تابیا نیولې وه.
تر دې وړاندې هم په ننګرهار ولایت کې طالبانو د داعش جنګیالي د بشپړې محوې تر مورګو رسولي وو، خو د امریکايي او حکومتي هوايي ځواکونو په مداخلې طالبان شاتګ ته اړ شوي او داعش جنګیالیو ته یو ځل بیا د ساه اخیستو چانس ورکړل شوی.
د داعش پرضد د طالبانو همدا جنګي خط د تېرې اپریل په میاشت کې هم ګډو ځواکونو تر هوايي بریدونو لاندې ونیوه، چې ورسره جوخت داعش جنګیالیو په طالبانو ځمکني بریدونه هم پیل کړل او طالبان څو شپې پرلپسې له داعشي او دولتي ځواکونو سره وجنګیدل.
پر طالبانو سربېره، په همدې سیمه کې د تیرې فبروري په میاشت کې هغه ولسي خلک هم بمبار شوي وو چې د یو ولسي قیام په شکل یې د داعش پرضد وسله اخیستې وه. هغه مهال امریکايي او حکومتي ځواکونو د قومي مشر (ملک ایوب) په ګډون ګڼ ولسي خلک ووژل او هغه افغانان یې له کورونو څخه بوتلل چې د داعش پرضد یې وسلې اخیستو ته زړه ښه کړی و.
طالبانو ته نږدې سرچینې وايي چې دا ځل طالبانو پلان درلود چې د اختر په درې ورځني اوربند کې له سیمې څخه د داعش جرړې وباسي او د همدې پلان د تطبیق لپاره د یو لوی برید په چمتووالي بوخت وو.
خو دا چې د ګډ حکومت ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره اختریز اوربند اعلان کړی و، نو مخکې له دې چې د حکومتي ځواکونو پښه په اختریز اوربند کې رابنده شي، تر اختر وړاندې يې داعش جنګیالي د طالبانو د بریدونو له خطره وژِغورل.
طالبانو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي خو ځايي خلک وايي چې په پیښه کې تر لسو زیات طالبان وژل شوي، ګڼ نور ټپیان دي او همداراز ملکي وګړي هم له مرګ ژوبلې خوندي نه دي پاتې شوي.
عیني شاهدان وايي چې لومړی امریکايي الوتکو بمبار وکړ او بیا افغاني کمانډویان راغلل او د بمبار له تلفاتو سره یې خپل انځورونه واخیستل او د عملیاتو کریډیټ دوی ته راجع شو.
وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له تهران راډیو سره په مرکه کې ویلي و چې هر کله دوی د داعش پرضد عملیاتو لاس پورې کړی او د محوې حد ته یې رسولي، د بهرنیانو الوتکې ډیر په سرعت راغلي او داعش ته یې یوځل بیا د پښو ټینګولو موقع ورکړې. د نوموړي په باور، که امریکايي ځواکونه نه وي د داعش تصفیه کول د طالبانو لپاره د یوې ورځې خواري هم نه ده.
د داعش په اړه له پیله داسې باورونه موجود دي چې د امریکا او افغان حکومت مشترکه پروژه او د اربکیانو د سیکې دوهم مخ دی، چې د طالبانو د تضعیفولو د هدف سربېره، د اړتیا پر وخت د یوشمیر چاودنو او بریدونو د مسئولیت په تپ کولو کې ترې استفاده کیږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي