برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۳ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یو بل تاریخی برج هم ونړید

آریانانیوز: د غزني یو شمېراوسیدونکي وایي، چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د دغه ولایت تاریخي آبداتو او فرهنګي میراثونو ته هیڅ پام ندی کړی.



د غزني کلا د افغانستان په تاریخي او لرغونو آبداتو کې راجستر شوې، چې ۳۶ برجونه لرل؛ خو تراوسه یې څو برجونه نړیدلي دي.
د غزني یو شمېر اوسیدونکي د اطلاعاتو او فرهنګ پر ریاست نیوکه کوي، چې د تاریخي آبداتو او فرهنګي آثارو په ساتنه کې یې ناغیړي کړې ده.
دوی ویلي، چې که د غزني تاریخي آبداتو ته پاملرنه ونشي؛ نو ټول به له منځه ولاړشي.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ او ګرځندوی آمر محبوب الله رحماني وايي، دا برج د تیر کال جګړو، واورې او باران زیانمن کړی و، چې له کبله یی ونړید.
د یادونې ده، چې د غزني کلا په دې ولایت کې سل کالنه تاریخي مخینه لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي