برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

یوه کیلو هندوانه په یوه افغانۍ پلورل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په فراه کې د هندوانو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله ۱۷ سلنه زیاتوالی راغلی، خو ګروندګر یې وایي چې ، د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار نشته.



د فراه ولایت کروندګر وایي، نه یوازې دا چې د هندوانو په پلور کې مو ګټه نده کړې، بلکې خپل نیمایي لګښت مو هم ندی ترلاسه کړی.
د فراه کرونګر ټینګار کوي چې، په دغه ولایت کې نن سبا یوه کیلو هندوانه په څه کم یوه افغانۍ پلورل کیږي.
د کروندګرو په خبره، له دغې بیې سره نه یوازې ګټې ته ندي رسیدلي بلکې د لګښت نیمایي برخه یې هم ترلاسه کړي ندي.
بلخوا د فراه ولایت چارواکي وایي، چې دغه ولایت کې د هندوانو د حاصلاتو کچې د تېر کال په پرتله اوولس سلنه زیاتوالی موندلی او د اختر ورځو رخصتۍ او دغه راز د پلازمینې بازارونو ته د هندوانو د رسونې ستونزو له کبله د هندوانو بیه ټیټه شوې ده.

شریک یي کړئ!