برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۶ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یوناما: افغان رسنۍ له خطر سره مخ دي

آریانانیوز: یوناما اعلان وکړ: په تېر یوه کال کې په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰ پېښې ثبت شوې دي.


کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) په افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی بې ساری بللی او وايي چې په دې قضیو کې خپل‌سرې نیونې، بدچلندونه، ګواښل او ځورونې هم شامل دي.

بیان زیاتوي: د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی له بشري حقونو څخه د سرغړونې ۲۰۰ پېښې ثبت کړي دي.

دغه دفتر د خبريالانو په وړاندې د ترسره شويو جرمونو د مجازاتو څخه معافيت ته د پای ټکي اېښودو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل: په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي.

یوناما لیکلي: راځئ چې ټول د خبریالانو په ساتنه کې مرسته وکړو او د هغوی په وړاندې معافیت پای ته ورسوو.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، سږ کال تر ۷۰ ډېر خبریالان د دوی د کار له کبله وژل شوي او په ډېرو مواردو کې د خبریالانو د وژنې پېښې نه دي څېړل شوي.
افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، خبریالان د نامعلومو ډلو له خوا په هدفي وژنو کې په نښه کېدل. خو د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو راپورونه کم شوي دي. خو طالبانو د خبریالانو او رسنیو په وړاندې پراخ بندیزونه لګولي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي