برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

د طالبانو د بندیانو شمېر ۱۷ زرو ته ورسېد

یوناما ویلي چې ۱۷ زره کسان د طالبانو په زندانونو کې دي.


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د طالبانو په زندانونو کې له ۱۷۰۰۰ څخه د زیاتو بندیانو شتون اعلان کړی او ویلي یې دي، چې طالبان دومره وس نه لري، چې بندیانو ته خوراکي توکي او روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

یوناما په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یوه نوي راپور کې زیاته کړې: د طالبانو د زندانونو ادارې پرېکړه کړې وه، چې د ۲۰۲۲ کال له نیمايي راهیسې به په منځنۍ کچه د بندیانو شمېر شاوخوا ۱۰ زره تنه وساتي، خو اوس د دې ډلې په زندانونو کې تر ۱۷۰۰۰ ډېر کسان پراته دي.

یوناما په دې راپور کې زیاتوي: د روان کال د جولای او سپټمبر میاشتو ترمنځ د خاص اروزګان ولسوالۍ لږ تر لږه شپږ هزاره اوسېدونکي د نامعلومو کسانو له خوا وژل شوي او د دې ولسوالۍ د هزاره اوسېدونکو د شتمنیو او کرنیزو محصولاتو د ویجاړولو د پنځو پېښو اسناد هم شته.

د طالبانو له خوا په عام محضر کې د تورنو کسانو مجازات، د ملکي وګړو نیول، د ښځو پر زده کړو او کار بندیز، د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه او د طالبانو له خوا د خبریالانو، سرتېرو او پخوانیو چارواکو نیول هغه نور موضوعات دي چې د یوناما په راپور کې یاد شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي