برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل کې د بهرنيانو پر پوځي مرکز باندی ځانمرګی برید

آریانانیوز: امنیتي سرچینې د پیښې پخلی کوي او زیاتوي چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند دکابل ګمرک په سړک کې چاودنه شوې ده.


د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش تائیدوي، چې د G4S په نوم پر یوه مرکز برید شوی، چې په پایله کې یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان دي.
د کابل ښار د نهمې امنیتې حوزې امر بسم الله تابان له دې وړاندې ویلي و، چې د یوې خصوصي امنیتي شرکت مرکز ته څېرمه موټر بم برید شوی دی.
د عامې روغتیا وزارت چارواکو هم له دې وړاندې ویلي و ، چې د پیښې له ځایه روغتونونو ته ۱۱ ټپیان ور وړل شوي دي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي