برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ښار ته څېرمه بمبار د یوې کورنۍ ۱۸ غړي شهیدان کړل

آریانانیوز: شمشاد د غزني د ځايي سرچینو په حواله وايي، چې د غزني ښار ته څېرمه لوېدیځ اړخ کې د فوټبال د یو روزونکي نظیم پر کور بمبار د هغه د کورنۍ ټول غړي شهیدان کړي.


د سرچینې په وینا په بمبار کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ټول ۱۸ تنه شهیدان شوي دي.
ځايي اوسېدونکي وايي امریکایانو د خشک کلي کې د نظیم پر کور بمبار وکړ، چې د کورنۍ ټول غړي يې تر خاورو لاندې وسوځول.
د دوی په وینا سره له دې چې د ښار منځ کې جګړه غلې شوې ده، خو لا هم د ښار څنډو کې بمونه غورځول کېږي.
تېره ورځ امریکايانو وویل چې د غزني د جګړې په څلورو ورځو کې يې ۲۳ ځلې بمبار کړی دی.
د غزني د اوسېدونکو په وینا د جګړې ډېری ملکي تلفات په بمباریو کې اوښتي دي.
تر اوسه په افغانستان کې مېشتو بهرنیو د دې ملکي تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.
په غزني کې له څو ورځنۍ جګړې وروسته ګڼې کورنۍ د ړوندو بمباریو له امله پلازمېنې کابل او پکتیکا ته کډه شوې دي.

شریک یي کړئ!