برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

غزني کې د بهرنیانو الوتکې سقوط کړی

آریانانیوز: نن ورځ له غرمې وروسته د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې د بهرنیانو یوه چورلکه، لوېدلې او پکې سپاره کسان له منځه تللي.


دغه الوتکه، چې د طالبانو تر واک لاندې ساحه کې راپرېوتې، په اړه یې په لومړیو کې ضد او نقیض راپورونه ورکړل شول، د کابل حکومت چارواکو لوېدلې الوتکه مسافر وړونکې د اریانا افغان هوايي ملکي شرکت اړوند وبلله؛ خو اریانا افغان شرکت دا اوازې رد کړې.

تازه د غزني ولایت والي «وحیدالله کلیمزي» او د نوموړي ویاند «عارف نوري» ومنله، چې لوېدلې الوتکه د افغانستان په هوايي شرکتونو پورې اړه نلري او د کوم بهرني شرکت اړوند ده.

په ټولنیزو رسنیو باندې د لوېدلې الوتکې په خپره شوې ويډیو کې په الوتکه باندې داسې نښي لیدل کېږي، چې ښيي الوتکه د امریکایي سمندري ځواک اړوند ده.

اسوشيټيد پریس خبري اژانس د امریکايي ځواکونو د یوه تن ویاند «ریورډان» له قوله لیکلي، چې دوی په دې برخه کې څېړنې کوي.

بل لور ته د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په خپل ټویټر لیکلي  نن له غرمې وروسته د غزني ولایت د دهیک ولسوالۍ په سدوخیلو  سیمه کې د امریکايي اشغالګرو هغه ځانګړې الوتکه را نسکوره شوه چې د استخباراتي ماموریت لپاره يې په سیمه کې پرواز کاوه.په یاد پرمختګ کې د الوتکې ټوله عمله او په کې ناست د امریکا د (CIA)ګڼ شمیر لوړ رتبه افسران ووژل شول.

دغه ویاند په دې برخه کې له نورو جزئياتو ورکولو ډده کوي. بل لور ته د غزني ولایت د ولایتي شورا چارواکي وایي، د پېښې ځای ته ځواکونه او د ژغورنې ټیمونه استول شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي