برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

غزني کې موټر بم برید

آریانانیور: دیوراپوله مخی دغزني ولایت کې په اسلامي ثقافت مرکز کې د ملي امنیت ځانګړې قطعه باندې موټر بم چاودنه شوې ده
د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وویل دې پېښه کې ۷ سرتېري وژل شوي او ۴۰ ټپیان دي، خو ولس ته مرګ ژوبله نه ده اوښې
اکثره وژل شوي کسان د ملي امنیت ادارې کارکونکي دي .
د نوموړي په خبره، د ۸ ټبیانو روغتیايي حالت نازک دی، خو نور برسېرن ژوبل دي
د هغه په خبره، د چاودنې له امله تر دوو(2) کیلومترو د کورونو، دفترنو او تجارتي مرکزونو شیشې ماتې شوې دي
خو په ورته وخت کې د ولایتی شورا یوې سرچینې ویلي د زخمیانو او مړو شمیر زیات دي. دا سرچینه وايي، یو شمیر زخمیان په هلي کوپترو کې کابل ته لیږدول شوي دي
د پېښې ځای د ملي امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده چاته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې موټر بم برید مسوولیت منلو سره وایي، چې لسګونو سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده
نوموړی دا برید “د ولسمشر غني له خوا “د جګړې اعلان او مختلفو ولایتونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې غبرګون کې کړی دی
طالبانو تېره پنجشنبه په ګردېز ښار کې له موټر بم برید وروسته ویلي وو دا برید یې د ولسمشر غني دریځ ته ځواب و
په کابل کې پر روغتون او ننګرهار کې پر جنازه له بریدونو وروسته- چې طالبانو پکې لاس لرل رد کړي دي- اشرف غني او نورو افغان چارواکو بیا هم دا ډله د ورته بریدونو مسووله وبلله او له ځواکونو یې وغوښتل چې د دفاعي په ځای یرغلیز حالت غوره کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي