برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

چاودنې څوارلس تنو ته مرګ ژوبله اړولې

آریاناتیوز: دیوراپورپه اساس د خوست ولایت یو امنیتي چارواکي رسنیو ته ویلي، چاودنه په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال یوه لوبغالي ته څېرمه رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه عامه وګړي وژل شوي او یولس نور ژوبل شوي دي.
د چارواکي په وینا، چاودېدونکي مواد په یوه موټرسائيکل کښې ځاے په ځاےشوي وو،
تر دې دمه د پېښې ذمه واري هیڅ کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.
همدارنګ وويل شول چې طالب ځواکونو پرون په ميدان وردګو ولايت کښې پينځه پنځوس عامه وګړي وتښتول.
د مېدان وردګو د والي وياند محب ا… شريف زي پرون وويل، د طالبانو او افغان ځواکونو ترمېنځ د بنديانو د آزادولو د ادل بدل لپاره د طالب ډلې او امريکې له موافقې وروسته طالب ډلې د دغه ولايت په چکي ولسوالۍ کښې پينځه پنځوس عامه افغانان وتښتول چې بيا يې د دغې ډلې د بنديانو د ازادېدو په بدله کښې آزاد کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي