برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

څلور امریکايي نیواکګرعسکر هلاک شول

آریانانیوز: دیو راپورله مخی طالبان د کندز ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې یې د ګډو عسکرو په کاروان برید کړی او د پنځو دولتي عسکرو په ګډون یې څلور امریکایي سرتېري وژلي
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « تېره شپه مجاهدینو د کندز ولایت، خان اباد ولسوالۍ ایشانټوب، محفلي او شاوخوا سیمو کې په امریکایي اشغالګرو او د صفریک په نوم د امریکا په کرایه شوو ټوپکیانو ځپونکي بریدونه او د ځمکنیو ماینونو چاودنې ترسره کړې. دغو بریدونو په ترڅ کې ۴ تنه بهرني اشغالګرو او ۵ تنه د صفریک مزدوران له منځه وړل شوي، ګڼ شمېر نور ژوبل شوي او وسائط یې تخریب شوي دي
طالبانو ددې ترڅنګ ادعا کړې، چې په دې وروستیو کې یې په بهرنیو عسکرو بریدونه زیات کړي او ګڼه مرګ ژوبله یې ورته اړولې
یاده دې وي، چې تر دې دمه په افغانستان کې مېشتو امریکایي عسکرو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي