برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۵ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پکتیکا کې امریکایي ځواکونو ۲۱ افغانان په ډزو ووژل

آریانانیوز: د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې تېره شپه امریکايي ځواکونو په کلیو او کورونو چاپه وهلې او ګڼ افغانان یې وژلي دي.


د راپورونو له مخې په چاپه کې د سیمې په بازار او د خلکو په کورونو چور او تالان ګډ شوی او قیمتي توکي یې غلا شوي دي. بیا یې دوکانونو او کورونو ته بمونه ایښي او تر چور وروسته یې په بمونو الوزولي دي.
د چاپې په وروستۍ مرحله کې امریکايي ځواکونو د کلیوالو په عاموژنه لاس پورې کړی، د ښځو، ماشومانو او لویانو په ګډون یې ۲۱ تنه افغانان وژلي او بیا له سیمې تللي دي.
د راپورونو په اساس، د یادې عاموژنې په لړ کې امریکايي عسکرو د یو کلیوال (پیراحمد) د کور ۵ ښځې او ۳ ماشومان په ډزو وژلي دي او کور یې په بمونو ویجاړ کړی.
د سیمې نه رارسیدلي راپورونه وايي چې عسکرو به خلک له کورونو را ایستل او یو-یو به یې په ډزو ویشت.
له بلې خوا په همدې شپه د ننګرهار له خوګیانو او د کاپیسا له نجراب ولسوالیو څخه هم د چاپو، چور، غلا او ویجاړیو راپورونه ورکړل شوي، چې امریکايي او افغان عسکرو په ګډه ترسره کړي.
په دې پيښو کې د وژنې په اړه څه نه دي ویل شوي خو عسکرو د کورونو دروازې ماتې کړي، خلک یې ډبولي او قیمتي توکي یې غلا کړي دي.
طالبانو دغې پیښې «جنایت» بللی او ویلي یې دي چې ټول زیان یې عامو ملکي وګړو ته اړولی. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوې اعلامیه کې د بشري حقوقو او ملګرو ملتونو په نړیوالو ادارو نیوکه کړې چې په دغو «جنایاتو» یې خوله چوپه نیولې.
یاده دې وي چې د عامو کلیوالو په کورونو د تېرې شپې په چاپو کې د افغان حکومت عسکرو هم د امریکايي ځواکونو همکاري کوله، چې ښاغلی مجاهد یې «کورني غلامان» بولي.
تر اوسه امریکا او د کابل حکومت د تېرې شپې د خونړیو چاپو په اړه څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي