برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په یوه چاودنه کې ټپي شوي امريکايي سرتېري ساه ورکړې

آریانانیوز: دیوراپورپه اسا س په افغانستان کې د يوې چاودنې پر مهال ټپي شوي امريکايي سرتېري ساه ورکړې ده.


دا چاودنه تېره اوونۍ د غزني ولايت په مربوطاتو کې شوې وه چې له امله يې درې امريکايي سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان وو.
دامريکا دفاع وزارت د ليندۍ په ١٣ اعلان کړى چې د يادې پېښې له ټپيانو څخه د مېچل په نامه يوه ٢٤ کلن سرتېري په روغتون کې ساه ورکړې ده.
د يادونې ده چې په روان زېږديز کال کې دا پر امريکايي ځواکونو تر ټولو خونړى بريد و، چې په يوه ورځ يې درې سرتېري ووژل شول.
په روان کال کې تر اوسه په افغانستان کې ١٤ امريکايي سرتېري وژل شوي دي.

شریک یي کړئ!