برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۰ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

وال سټریټ ژورنال: امريکا ته لېږدل شوي افغانان له نامعلوم وضعيت سره مخ دي

آریانانیوز: وال سټریټ ژورنال لیکلي دي چې امریکا ته لېږدل شوي افغانان حتی د کور او کار موندلو په برخه کې له قانوني ستونزو سره لاس او ګریوان دي.


امریکایي وال سټریټ ژورنال په یوه مقاله کې لیکلي دي چې امریکا ته انتقال شوي افغانان په بلاتکلیفۍ کې دي او په دغه هیواد کې د دایمي استوګنې د اسنادو په لټه کې دي.

د دې لیکنې په دوام کې ویل شوي چې دغو افغانانو که څه هم د کور او کار د موندلو هڅې یې پیل کړی دی، له قانوني خنډ سره مخ دي ځکه د ویزې یا ګرین کارډ تر لاسه کولو لارې چارې روښانه نه دي.

ورځپاڼه‌ زیاته کړې، چې دغه هېواد ته د لیږدول شویو افغانانو لپاره د امریکايي تابعیت د ترلاسه کولو د قانون د تصویب کار په کانګرس کې د اضافي چک او لاڅېړنې له امله ځنډېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي