برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د امريکا دسولي هوکړه، طالبان او دپاکستان داسټراتيژى تحقق او ژور نفوذ په افغانستان او آسيايى مياني کي

آریانانیوز: وروسته له هغه چي د امريکا او طالبانو په مينځ کي دسولي هوکړه لاس ليک سوه دپاکستان اردو ډيري زياتي خبري اتري د رهبران او حقاني شبکې سره کړي ترڅو وکولاسي دطالبانو او حقاني شبکې په درلودوسره دافغانستان راتلونکي وضعيت خپل په ګټه مديريت کړي ، د سيمي تحليلګر پوهان پردي عقيده دي : دافغانستان جاري تحولات دا ښکاره کوي دثبات او امنيت داستقرار لپاره هيڅ ډول اطمينان په دي هيواد کي شتون نلري او په نژدې راتلونکي کي افغانستان يو امن ملک او خالي دهر ډول نفوذه څخه نه دى٠
دهيواد فعلي سياسي او امنيتي وضعيت ډير ماتېدونکى دى ،په ځانګړې توګه د امريکا او طالبانو دسولي تر موافقت نامې وروسته د طالبانو بريدونه ډير سيوي په اندازه چي د دفاعي او امنيتي ځواکونو د تلفاتو د لا ډيريدو شاهدان يو او د طالبانو مرال ډير لوړ دى او دطالبانو رهبران پردې عقيده دي چي بريايي مو نژدې ده٠
همدارنګه دا ډله هڅه کړې چي خپل د قمندانى توان د جنګ په ډګر کي مصروف کړي او خپل ځواکونو څخه يي غوښتنه کړې چي دپاکستانه څخه افغانستان ته راستانه شي٠
و روسته له هغه چي ٢٠٢٠ په فبريورى کي د امريکا او طالبانو په مينځ دسولې هوکړه لاس ليک شوه د پاکستان اردو ډيري زياتي خبري اتري دطالبانو د لوړ پوړ رهبرانو او حقاني شبکې سره وکړې ترڅو وکولا شي دطالبانو او حقاني شبکې په ساتلو سره دافغانستان راتلونکى وضعيت خپل په ګټه مديريت کړي ٠
او همدارنګه د طالبانو او حقاني شبکې رهبرانو هوکړه کړې ترڅو دپاکستان د استخبارات په مرسته يو سولييز او آزاد ي غوښتونکى انځور د طالبانو د غورزنګه څخه نړى ته ښکاره کړي ٠
سره د دې چي امريکايانو ږمنه کړي چي دطالبانو پر پوستو حمله نکو خوبيا هم پاکستان هڅه کوي چي ديو پرګرام په لړ کي د لښکر طيبه ګروپان او د محمد غورزنګ بياهم په افغانستان کي زياته کړي٠دا کار په دې منظور ترسره کيږي ترڅو يو زاي ناستى نفوذي ګروپ په افغانستان کي دطالبانو دګروپ ترڅنګ دپاکستان دملي اردو او استخباراتو تر اختيار لاندي وي ٠
په منظور دمحمد غورځنګ او لښکر طيبه خپل فعاليتونه په شرقي او جنوبي ولاياتو کي لکه کنړ،ننګرهار،نورستان،او لغمان او دافغانستان او پاکستان په کرښه کې پيل کړي ٠
دپاکستان استخباراتو لښکر طيبه او محمد غورځنګ ته دنده ورکړې ترڅو دافغانستان په کرښه کي د عملياتي پوستو په جوړه ولو سره دطالبانو او حقاني شبکې څخه په ښارونو او دافغانستان پر ملي اردو او ځانګړې توګه د ډيورنډ سرحد سيمو ته نژدې د ټرورستي بريدونو دسرته کيدو ملاتړ وکړي ،
دمحمد غورځنګ سوکه سوکه خپل د زده کړه نيز ځايون د انتقال په حال کي د پاکستانه څخه افغانستان دى ، د دې کار دليل دبين المللي دقيق نظارتونو او د FATF قانون په چوکاټ کي (په پاکستان کي) او ههدارنګه په افغانستان کي دطالبانو د ميداني سلطي د لا ډېريدو په موخه تر سره کيږي ٠
دا موضوع دمحمد غوځنګ او طالبانو د لا مل کيدو سبب سوى ٠
همدارنګه دلښکر طيبه ځواکونه په غټ ښارونو کي کمينونه امنيتي ځواکونو ته ،د افغانستان ملي اردو ،او امنتي ځواکونو پر ضد د ټرورستي بريدونو د چمتو کيدو په حال کي د طالبان او حقاني شبکي او القاعده په ملتيا دي٠

شریک یي کړئ!