برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کی افغانستان ٢٢ ولايتونه د باران او سېلابونو په ګواښ

آریانانیوز: د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې ٢٢ ولايتونه د سېلابونو او ورښتونو له ګواښ سره مخ دي.


د هوا پېژندنې ادارې له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ګواښ د کابل په ګډون مرکزي ولايتونه، شمال او شمال ختيځ او سوېل ختيځ ولايتونو ته متوجه دی.
سرچينې زياته کړې چې په بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، بغلان، پنجشېر، لغمان، کاپيسا، پروان، لوګر، ننګرهار، ميدان وردګ، باميان، دايکنډي، سرپل، بلخ، کندوز، سمنګان، پکتيا، خوست، غزني، کابل ولايتونو او سالنګونو کې د ورښتونو او سېلابونو وړاندوينه شوې ده.
د هوا پېژندنې ادارې ويلي چې ورښت د تلې په ١٦مه او ١٧مه له ٢٠ څخه تر ٣٥ ميلي متره پورې اټکل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل، ننګرهار، کونړ، لغمان او ځينو نورو ولايتونو کې بارانونه شوي دي.
په ٢٢ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل په داسې حال کې شوى چې له تېرو څو مياشتې راهيسې هېواد له سختې وچکالۍ سره مخ دی.
خو د هېواد ستوري پېژندونکى عبدالله کندهارى وايي چې په تلې يا ميزان مياشت کې بارانونه کېږي، خو دومره ډېر نه.
هغه وويل چې دا بارانونه به ډېر کم وي او د هېواد د اوبو ذخېرې نه شي ډکولى.
نوموړي زياته کړه چې په تلې مياشت کې هوا سړېږي، خو ورپسې په لړم مياشت کې به هوا بېرته نورماله شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي