برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۳ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په کابل کې درې پرلپسې چاودنه

آریانانیور: نن یکشنبه سهار د کابل ښار د پنځمې ناحیې اړوندو کې درې پرلپسې چاودنې رامنځته شوې چې په ترڅ کې یو تن وژل شوی او ۱۷ نور ټپیان دي.



د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل، چې نن سهار لس کم اته بجې د پنځمې حوزې اړوند د سیلو سره نږدې سیمه کې استاد رباني پوهنتون د محصلینو پر کاسټر موټر د مقاطیسي ماین چاودنه رامنځه شوه چې په ترڅ کې یې یو تنووژل شوی او لس تنه نور ټپیان دي.
نصرت رحیمي وویل چې، د لومړۍ چاودنې شل دقیقې وروسته د پیښې په ځای کې دوه نورې چاودنې وشوې، چې له امله یې د پنځو پولیسو په ګډون اوه تنه ټپیان شول.
د رحیمي په خبره په چاودنو کې دوه خبریالانو هم ژوبل دي.
د چاودنو پړه داعش وسله والې ډلې پرغاړه اخیستې ده.
دا په داسې حال کې دي چې،د غبرګولي په نهمه نېټه د کابل ښار اړوند پنځمې حوزې سیمه کې د مارشال فهیم نظامي پوهنتون په دروازه کې ځانمرګي برید وشو چې په ترڅ کې یې لږ ترلږه شپږ کسان ووژل او ۱۶ نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي