برخه -څانګه : accidents, afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۲ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کې ددرېو تنو بهرنیانو وژل

آریانانیوز: د کابل امنیتي مسؤلین وايي د موسهي ولسوالۍ مربوطاتو کې درې تنه بهرنیان وژل شوي دي.


د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزی وايي دغه کسان نن سهار مهال د نهمې حوزې له شاوخوا تښتول شوي و، چې اوس يې مړي وموندل شول.
هغه وايي د بهرنیانو د هویت او دندې په اړه تر اوسه څه نه شي ویلی.
ځينو سرچینو دغه درې تنه د هندوستان، مالیزیا او مقدونیې اړوند یاد کړي دي، خو د دندو په اړه يې څه نه دي ويل شوي.
ویل کېږي دغه کسان نړیوال هوايي ډګر ته په لاره و، چې ژوندي وتښتول شول.
د پېښې مسؤلیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
دا پېښه وروسته له هغه کېږي چې څو ورځې وړاندې محمد اشرف غني د کابل امنیتي مسؤلینو د امنیت پر ټينګښت ټینګار وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي