برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په کابل کی د دوو پرله پسې په چاودنوکی 78 کسان وژل شوی او نور ټپيان شول

آریانانیوز: د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د دوو پرله ‌پسې چاودنو له ‏امله اتلس کسان وژل شوي او له شپېتو زيات ټپيان دي.‏


د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت ستانکزي ويلي، چې پرون له ماښام وړاندې د کابل ښار په لويديځ ‏قلعه ناظر سيمه کې د خاتم الانبيا په نوم د پهلواني په يوه کلب کې دوه پرله پسې چاودنې شوي دي.‏
د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، چې د دواړو چاودنو اتلس مړي او شپېته ټپيان روغتونو ته لېږدول ‏شوي دي.‏
افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره «نی» وايي، چې په دوهمه چاودنه کې شپږو خبریالانو ته هم مرګ ژوبله ‏اوښتې ده.‏
په دوهمه چاودنه کې دوه خبريالان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي. ‏
د چاودنې پړه تر اوسه چا نه ده منلې، خو په تېرو وختونو کې د دغه ډول چاودنو پړه داعش وسله‌ والې ډلې ‏منلې دي.‏

شریک یي کړئ!