برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۷ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په هیوادکی اوه میلیونه لوږې ماشومان

آریانانیوز: درسندیوپه راپورد کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې د ماشومانو ملاتړ څو قوانین تصویب شوي دي، خو له دې سره د دغه وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني وایي، څه باندې سل زره ماشومان د خښتو په بټیو کې کار کوي
د ماشومانو د خوندیتوب نړیوال سازمان یا سیف دي چلډرن وایي، په افغانستان کې څه باندې ۷ میلیونه ماشومان د لوږې له خطر سره مخامخ دي، چې له کبله یې لوی شمېر ماشومان درانه کارونه کوي او د کورونا له لاسه به دا وضعیت لا کړکېچن شي.
د ماشومان مزدورۍ ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان زیاتوي، څو چې د ماشومانو ملاتړ قانون نهایی نه شي، هیڅ یو پروګرام به د دغو ماشومانو پر ژوند اوږدمهاله ښه اغېزه و نه لري.
د دغه سازمان ویانده مریم عطایي وایي، په کورونایي حالاتو کې ماشومانو ته د مرستو رسولو لپاره باید د ماشومانو د ملاتړ قانون نهايي شي او دا باید د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې وي.
بل لور ته د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، په تېر یوه کال کې د ماشومانو ملاتړ څو قوانین تصویب شوي دي، خو له دې سره د دغه وزارت مرستیال غلام حیدر جیلاني وایي، څه باندې سل زره ماشومان د خښتو په بټیو کې کار کوي.
ښاغلی جیلاني وایي، د کورونا وبا له کبله د وزارت ډېر کارونه ځنډیدلي خو بیا هم دوی هڅه کوي چې دغو کارګرو ماشومانو ته یو څه وکړي
شمېرې ښيي چې په افغانستان کې له کلونو راهیسې دوه میلیونه ماشومان کارونه کوي، چې څه باندې یو میلیون یې سخت کارونه کوي.

دغه راز افغانستان کې څه باندې ۳ میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګه هم محروم دي چې له دوی څخه زیات شمېر یې د زده کړو پر ځای مزدوري کوي.

شریک یي کړئ!