برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هوایي برید کی پنځه ولسي وګړي ووژل شول

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په موټرر باندې د بې پيلوټه الوتکې برید د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي وژلي
د راپورونو په اساس، برید د بهرنیانو له لوري په سیوري ولسوالۍ کې د بې پیلوټه الوتکې له لوري د ملکي وګړو په تونس ډوله موټر باندې شوی، چې له امله یې موټر په بشپړ ډول ویجاړ شوی او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه پکې وژل شوي
که څه هم بهرنیانو د برید په اړه څه نه دي ویلي؛ خو د کابل حکومت پخواني مشر «حامد کرزي» دا برید «ظالمانه» بللی او په کلکو ټکو یې غندلی
کرزي ددې ترڅنګ له امریکا غوښتي، چې تشدد ته دې لمن نه وهي او د خبرو او تفاهم له لارې دې د سولې پروسه ګړندۍ کړي
یاده وي چې، بهرنیان داسې مهال ملکي وګړي هدف ګرځوي، چې په قطر کې یې له طالبانو سره مذاکرات روان دي او په بیا، بیا له هغوی څخه د جګړې د تشدد د کموالي غوښتنه کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي