برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

په زابل ولایت کی وسله واله نښته

آریانانیوز: د زابل ولایت مرکز کلات ښار کې د ولایتي شورا دفتر دننه د والي رحمت الله یارمل او د ولایتي شورا د رئیس عطاجان حق بیان د ساتونکو ترمنځ اخ ډب او وسله واله نښته رامنځ ته شوې ده
د زابل والي رحمت یارمل وايي، چې په کلات ښار کې د ولایتي شورا ننی جنجال او وسله واله نښته کې دی ککړ نه دی، بلکې په خبره یې ننۍ جګړه د ولایتي شورا د رئیس او یو شمېر نورو وکیلانو ترمنځ وه
نوموړی زیاتوي، د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان د شورا پر نورو وکیلانو د سپکو او درنو وسلې ډزې کړي؛ خو د اووښتې مرګ ژوبلې په هکله یې معلومات نه دي ورکړي
خو د زابل د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان د والي څرګندونې ناسمې بولي او وایي، چې والي د ځینو «غلو وکیلانو» په مرسته غوښتل د کرونا په پیسو کې درغلي او فساد وکړي او په ولایتي شورا یې په زور تایید کړي
نوموړي دغه راز په کلات ښار کې د ننۍ وسله والې نښتې پړه پر والي ور واچوله، او زیاته یې کړه چې دا ټول هرڅه د والي په لمسون او هڅونه ترسره شوي دي
د زابل والي رحمت الله یارمل چې د جمعیت ګوند مرستیال مشر کلیم الله نقیبي په سپارښتنه د زابل والي ګومارل شوی، ددې ولایت د ولایتي شورا رئیس عطاجان حق بیان(چې د کندهار د امنیه قومندان جنرال تادین له نیږدې ملګرو څخه دی) سره یو شمېر پروژو له امله ښکر په ښکر دی، چې دواړه لوري یوبل پر فساد او غصب تورنوی.

شریک یي کړئ!