برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

دحکومتی ځواکونوپه هوايي برید کې ۷ ماشومان مړه او ژوبل شول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د زابل ولایت سیمه ییز خلک او د مشرانو جرګې استازی وايي، د آزادو شوو زندانیانو د هرکلي لپاره راوتلو ملکیانو په ډله هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ تنو ماشومانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده
دا زړه بوږ نوونکې پېښه د چهارشنبې په ورځ غرمه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په جعفرو کلي کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې افغان هوايي ځواکونو د خپلو آزادو شوو زنداني خپلوانو د هرکلي لپاره مخې ته ورغلي ملکیان تر هوايي برید لاندې ونیول
لومړني معلومات ښيي، چې په دغه هوايي برید کې ۳ تنه تنکي ماشومان وژل شوي او ۴ تنه نور سخت ټپیان دي.
د زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د حکومتی ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی ماشومد زابل په شاجوی ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي برید کې وژل شوی ماشوم
سناتور زلمي زابلي د کمکي اختر په څلورمه ورځ د ملکي خلکو بمبارول سخت غندلي او دا کار د نه زغملو وړ وحشت بللی دی: «حکومت بیا مخکینی وحشت ته زور ورکړی، د ملکی خلکو بمبارد هغه هم ماشومان د تحمل وړ نده.»
د کمکي اختر په څلورمه ورځ دولتي ځواکونه په داسې مهال په زابل کې پر ملکیانو هوايي برید ترسره کوي، چې په کور دننه او نړیواله کچه له حکومت او طالبانو د اوربند د غځولو غوښتنې مخ په زیاتېدو دي
که څه هم د طالبانو لخوا د اختریز اوربند موده تیره شپه پای ته رسېدلې ده؛ خو طالبانو په نا اعلان شوې توګه دغه اوربند ساتلی او تردې دمه د هېواد په هیڅ یوه سیمه کې هم د طالبانو لخوا د بریدونو راپور نه دی ورکړل شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي