برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په هوائي بمبار کې ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله

د میدان وردګ ولایت سید آباد ولسوالۍ د تنګې درې اړوند کلیو باندي د دولتي ځواکونو د هوائي او ځمکینو عملیاتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سرچینې وایي وړمه شپه یادې سیمې ته د صفر یک قوه د عملیاتو لپاره راغلې وه او د جویریزین په بازار او اطرافو یې ډزې وکړې چې په نتیجه کې یې د عابد الله په نوم محصل ووژل شو.
ورسته یې د زمبورک په کلي بمبار وکړ چې د وحید الله دوه زامن دولس کلن ایمل چې اوم صنف کې وو او اته کلن عابد چې څلورم صنف کې ووژل.
ورسته یې د علم خیلو او حسن خیلو په کلي یې بمبار وکړ چې د یو کور یوه ښځینه او د بل کور کوچنۍ ماشومه پکې ووژل شول او شپږ ښځینه زخمیانې شوې.
په لوګر ولایت کې د دولتي ځواکونو په بمبار د ملکي وګړو کورونه ویجاړ شوي او په اړه یې د کور مالکان وایی چې دوی په سعودي کې په کلونو مزدوري وکړه او کور یې جوړ کړ، خو اوس یو ځل بیا په خیمو کې اوسیدو ته اړ شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي