برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هسکه مېنه کې د برید غانده

آریانانیوز: کابل کې د ملګرو ملتونو استازۍ یا یوناما یوه بیان کې د سرمنشي ګوتیرڅ له خولې له قرباني کورنیو سره د ژورې خواشینۍ او همدردۍ یادونه کړې ده
هغه د ټپیانو د ژر تر ژره جوړېدو هیله ښودلې ده او له افغان ولس او حکومت سره یې د ملګرو ملتونو پیوستون ښودلی دی
پر ملګرو ملتونو سربېره، ایران، ایټالیا، امریکا او نورو هېوادونو او ادارو هم دا برید غندلی دی
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې د ولسمشر غني له قوله دغه برید سخت غندل شوی دی. د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي
”تروریستان او د دوی ملاتړي به هېڅ وخت هم پر جوماتونو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د بریدونو په ترسره کولو سره خپلو شومو موخو ته ونه رسېږي، ځکه زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه به دوی په هر ځای کې ولټوي او نابود به یې کړي. ”
تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او وسله والو طالبانو هم په کې لاس لرل رد کړي دي

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼی وايي، د جمعې لمانځه پر مهال داسې حال کې چاودنه وشوه چې یو رکعت لمونځ شوی و او دویم رکعت پیلېده
نوموړي د شنبې په ورځ د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، دې برید کې ۶۵ کسان وژل شوي او ۳۵ ټپیان دي
خو ځايي خلک وايي، پېښه کې له ۶۵ ډېر کسان وژل شوي او تر شپېتو ډېر ټپیان دي
ویل کېږي نږدې ۳۵۰ لمونځغاړي په لمونځ ولاړ و چې چاودنه وشوه
د چاودنې له امله د جومات چت هم نړېدلی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي