برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په ننګرهار کې دداعش ډلګی اوه تنه هلاک شول

آریانانیوز: د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي وويل تيره شپه د دغه ولایت د چپرهار ولسوالۍ اړوند ترخو اوبو سیمه کښې د داعش ترهه ګرې ډلې په یو موټر هوائي برید شوے چی له امله یې په موټر کښې سپاره اوۀ تنه تکفيري داعشيان ووژل شول او دهغوی وسلې ، مهمات او موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دي خوګیاڼي وویل په دې برید کښې عامه وګړو ته زیان نه دے رسیدلی داعش تکفيري ترهه ګرې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي یاده سیمه چی هوائي برید پکښې تر سره شوے د جلال اباد ښار د سهیل په شل کیلومترۍ کښې پرته ده.

شریک یي کړئ!