برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په میلیونونه افغان ماشومان له جدي ګواښو سره مخامخ دي

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هیواد کې د ماشومانو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي دي، چې میلیونونه افغان ماشومان له جدي ګواښونو او مختلفو ټولنیزو زیانونو سره مخامخ دي
د دغه وزارت سرپرست سید انور سادات د پنجشنبې په ورځ د جنوري په دویمه (مرغومي ۱۲مه) د ماشومانو د خوندیتوب په تړاو جوړې شوې غونډې ته وویل، چې ماشومانو ته د خدماتو د وړاندې کولو او د ماشومانو د قوانیونو د تطبیق لپاره عملي پلان ته اړتیا ده
هغه زیاته کړه: “۴۴ فیصده ماشومان ښوونځي ته لاسرسی نه لري. کوم ارقام چې موږ لرو شپږ میلیونه ماشومان په جدي ډول له ګواښ سره مخامخ دي، چې د درې میلیونو حالت ډېر د اندېښنې وړ دی او په اضطراري وضعیت کې دي
همدا شان د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیرې سیما سمر په دې غونډه کې په ځانګړي ډول د معلولیت لرونکو ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او وې ویل، چې د دغو ماشومانو د لاس نیوي لپاره هیڅ ډول مرجع وجود نه لري
هغې وویل: “هیڅ کار ورته نه کېږي، په ځانګړي ډول هغو ماشومانو ته چې ذهني معلولیت لري او نجونې په دې تړاو ډیرې زیان‌منونکې دي
هغې د افغان حکومت او له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې (یونیسف) تر منځ، د ماشومانو د ساتنې د ګډ کاري پلان د تدوین په اړه خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه، چې د دې پلان په تطبیق سره د افغان ماشومانو په اوسني وضعیت کې مثبت بدلون راشي
آغلې سمر زیاته کړه، چې د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره د یوې ادارې جوړول زیاتې بودجې ته نه بلکې د دولت او یونیسف همکاریو ته اړتیا لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي