برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۰ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په مزارشريف ښارکی د یوه جامع جومات ملا امام وژل

آریانانیوز: ناپېژاندو وسله والو د بلخ د مرکز مزارشريف ښار د یوه جامع جومات ملا امام وژلى دى.


د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني نن وويل چې د مزارشريف ښار د بابه يادګار سيمې د جامع جومات پر ملا اما مولوي محمد عارف بېګا د شپې نهه بجې د خپل کور مخې ته د دوو وسله والو له خوا بريد شوی دی.
درانی زياتوي چې د وسله والو په ډزو کې ياد ملا امام سخت ټپي شوی و خو روغتون له رسېدو سره سم يې ساه ورکړه.
درانی وايي چې وسله وال د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي خو زياتوي چې پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړې دي.
د بلخ د حوزوي روغتون امر ډاکتر شفيق شايق هم پژواک ته وويل چې ياد ملا امام له ټپي کېدو څو شېبې وروسته ساه ورکړې ده.
هغه زياته کړه چې مولوي محمد عارف د سر او نس په برخو کې په مرميو لګېدلی و.
د بابه يادګار سيمې اوسېدونکي جمعه الدين پژواک ته وويل چې دغه ملا امام به تل په خطبو او ويناوو کې خلک سولې، يووالي او ورورولۍ ته رابلل.
نوموړی له حکومته غواړي چې د ياد ديني عالم قاتلين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

شریک یي کړئ!