برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په مزارشریف کې د کارګر ماشومانو شمېر ۷۰ سلنه زیات شوی

آریانانیوز: د بلخ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست نوې شمېرې ښيي چې په مزارشریف کې د کارګر ماشومانو شمېر ۷۰ سلنه ډېر شوی دی.


د بلخ ولايت د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي: د ترلاسه شويو شمېرو له مخې، په مزارشريف ښار کې شاوخوا ۱۶۹۴ تنه کارګر ماشومان په کار بوخت دي.

نصیر احمد ابو خالد زیاته کړه: دغه څېړنه چې د طالبانو د کابینې له خوا امر شوې، ښيي چې له دغو ماشومانو څخه ۱۴۱ یې سوالګري کوي.

دبلخ ولايت دکار او ټولنيزو چارو رييس وويل: پاتې دغه ماشومان په مزارشريف ښارکې په نورو ستونزمنو کارونو بوخت دی چې له يونيسف سره تر همغږۍ وروسته به د دغو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره لازم اقدامات ترسره شي.

باید یادونه وشي چې په بلخ ولایت کې د کارګرو ماشومانو شمېر تېر کال ۹۶۵ و چې اوس د ۷۰ سلنې په بدلون سره ۱۶۹۴ تنو ته رسېدلی دی.

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي