برخه -څانګه : accidents, afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په خوست کې د ملکي تلفاتو په اړه د بشري حقونو د کمیسیون غبرګون

آریانانیوز: د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په خوست ولایت کې د ملکي تلفاتو د ادعاګانو د جدي څیړنې غوښتنه کوي...


د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییس شهرزاد اکبر وايي چې دغه اداره په خوست کې د حکومت پلوه ځواکونو لخوا په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو راپورونو د څیړلو هڅې هم کوي.

د خوست د اوسیدونکو په وینا ، دغه عملیات څو شپې وړاندې د کمپاین په نوم د ځانګړو ځواکونو لخوا چې د ملي امنیت سره تړاو لري پیل شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې شریک شوي عکسونه هم ښیې چې ګڼ شمیر خلک چې ویل کیږي ملکي وګړي دي د ښځو او ماشومانو په ګډون د خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې په پوځي عملیاتو کې وژل شوي.

پداسې حال کې چې رسمي سرچینو تراوسه په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو دقیقه شمیره نده ښودلې ، ځینې ځایی خلک ادعا کوي چې په عملیاتو کې شاوخوا 20 تنه وژل شوي دي.

د مشرانو جرګې غړي هم له حکومته غوښتنه کوي چې په امنیتي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو ادعاګانې وڅیړي.

د خوست والي په حکومتي عملیاتو کې د تلفاتو ادعاوې رد کړې او ویې ویل ، چې د طالبانو د ماین په چاودنه کې ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خو طالبانو په یوه بیان کې ویلي چې حکومتي ځواکونو د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په مختلفو برخو کې کورونه او یو مشهور بازار ویجاړ کړی دی. دوی له ځمکې او هوا څخه عملیات پیل کړل چې په پایله کې یې د یو زیات شمیر ملکي وګړو د مرګ ژوبلې لامل شو.

شریک یي کړئ!