برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله د شهیدانو شمېر ۴۸ کسانو ته ورسید

آریانانیوز: د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کابل په دشت برچي کې د ننۍ چاودنې د قربانیانو شمېر ۴۸ تنو ته پورته شو.


چاودنه نن د کابل په وخت ۴ بجې د «مهدي موعود» په تعلیمي مرکز کې را منځته شوه چې له امله یې لږ تر لږه ۶۷ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید الله مجروح رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه د پيښې له ځایه ۴۸ تنه مړي او ۶۷ تنه ټپیان روغتونونو ته لیږدول شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې سمدستي وروسته رسنیو ته په لنډ رسنیز پيغام کې وویل چې دغه برید په دوی پوري اړه نه لري.
د موعود تعلیمي مرکز د کابل په لویدیځ د دشت برچي په سیمه کې موقعیت لري چې د درسي نصاب تر څنګ خصوصي برخه هم لري چیري چې زده کوونکي د کانکور امتحان د تیاري لپاره زده کړو ته ورځي.
چاودنه په یوه صنف کې دننه تر سره شوې چې له امله یې قربانیان هم اکثره کم عمره محصلین دي.
ولسمشر اشرف غني دغه پيښه په کلکو ټکو غندلې او د بشپړو تحقیقاتو امر یې کړی، بلخوا د زده کوونکو کورنیو او خپلوانو حکومت ملامت کړی چې دغه مرکز ته د پخوانیو ګواښونو سربېره یې غفلت کړی او د امنیت په ټینګولو کې یې پاتې راغلی دی.

شریک یي کړئ!