برخه -څانګه : afghanistan, note -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په باګرام او دوبۍ کې د طالبانو او امریکایانو لېدنې

آریانانیوز: د سپټمبر په ۲۳مه ځینو کورنیو رسنیو د نامعلومو سرچینو په حواله راپور خپور کړ چې د سپټمبر پر ۲۱مه، ۲۰۱۸ د طالبانو د رهبري شورا ‏غړو په باګرام کې له امریکایانو سره لیدنې او کتنې کړي، راپور کې ادعا شوې چې د طالبانو مشران د ډیورنډ پولې هغې غاړې د کوټې ښار ‏څخه د امریکایې چورلکې پواسطه د امریکایې پوځیانو د باګرام نظامي اډې ته راوړل شوې او بیرته کوټې ته رسول شوې.‏
ډیر ځله همدغه ډول رسنۍ همداسي متحیر او تعجب کوونکي خبرونه خپروي، او د یادو رسنیو په ادارو کې دا هم له هیچا پټه نه ده چې ‏ځینې یې د پاکستان له آی ایس آی سره د ۲۰۰۱ ز .کال وړاندي؛ دوی څومره ژورې او عمیقي اړیکې درلودلي، تر دي چې کله د ډالري ‏معاش حوس پري زور شو، کابل ته راغلل، پټ ګرځیدل، چې د آی ایس آی سره د اړیکو له امله په کابل کې ستونزې ورته جوړې نه شي.‏

همدغه د ډالري معاش اخیستونکې تر ټولو ډیر بد او د سولې لوی دښمنان دي، دوی بل کوم کمال نه لري، یوازي د پردیو د ګټو پر محور ‏راپورونه او لیکنې کول یې معایشیت دی، له همدې لارې خپلې ورځنۍ چارې مخکې وړي، او کله ناکله خو ټول شوې ډالر بیا نړیوال ‏لوبېدلي غله ورڅخه یوسي او دوی همداسي په میدان خالي جیبونه پريږدي.‏
راځئ د څو شيبو لپاره د رسنۍ دا راپور ومنو چې د طالبانو د دوی په اصطلاح د کوټې شورا غړي امریکایانو باګرام پوځي اډې ته راوړي، که ‏دا کار شوی وي:‏
‏۱ – ولي به طالبان دومره ساده ګان کیږي چې د غلو په ډول د خپل ډیر بد دښمن امریکایانو په چورلکه کې باګرام پوځې اډې ته ځي، ‏هلته به امریکایې جنرالان د خپلو وسلو او پوځیانو په شتون کې چې پر طالبانو د رعب اچولو هڅه به کوي، او بیا به له طالبانو سره خبرې ‏کیږي.‏
‏۲ – د سولې خبرې امریکایې جنرالانو کار دی، که د امریکایې سیاستوالو کار دی؟ په سیاسي برخه کې امریکا تازه اعلان کړي چې د ‏افغان سولې پروسې لپاره یې زلمی خلیلزاد ټاکلی، او د بهرنیو چارو مرسیتیاله وزیره میرمن الیس ویلز له طالبانو سره مخامخ اړیکه کې ده، ‏بیا خو په کار وه چې طالبانو په کابل کې د امریکا له سفارت سره لیدنه شوې وای.‏
‏۳ – که د امریکا سفیر جان باس او زلمی خلیلزاد باګرام ته ور وړل شوي وي، دا هم منطقي ځکه نه ده، چې خپله سفارت کې د چورلکو د ‏کیناستلو معیاري ځای شته.‏
‏۴ – دا چې په کابل کې د ملګرو ملتونو استازی دفتر یوناما له طالبانو سره مخامخ اړیکې لري، طالبانو به ښه ګڼلي وای چې په کابل کې د ‏یوناما دفتر کې له امریکایې چارواکو سره خبرې وکړي.‏
‏۵ – طالبانو په تکرار سره ویلي چې د سیاسي مذاکراتو لپاره یوازینی ادرس يې په قطر کې طالب استازي دي، او که د قطر دفتر څخه پرته ‏کوم څوک د طالب په نوم له کوم هیواد، ادارې او اشخاصو سره اړیکې ساتي، هغوی د طالبانو استازولي نه شي کولای.‏
‏۶ – دا چې د سپټبمر پر ۱۹مه همدغه رسنیو راپور ورکړ چې طالبانو په دوبۍ کې له امریکایانو سره کتلي، شونې وه چې دا ځل یې هم ‏دوبۍ کې ناسته کړي وي، پر ځای د دې چې د امریکا په نظامي آډه کې له لویو لنګوټو سره کښته پورته وګرځي.
‏۷ – د راپور بڼه داسي ده چې پاکستان په جریان کې اچول شوی او طالب مشران له کوټې ښار څخه په امریکایې چورلکه کې راوړل شوي، ‏چورلکې دوه ځله تګ راتګ کړي چې څلور دورې کیږي، بیا ولي امریکایې جنرالان او چاروکې په کوټه کې ورسره نه کيښناستل، او ‏طالبانو ولي ونه غوښتل چې په کوټه کې ورسره کښینې.‏
‏۸ – د نیکولسن د فعالیتونو په ګرمو ورځو کې رسنیو د اپریل پر ۱۶مه راپور ورکړ چې د کندهار په هوایې اډه کې نیکولسن د دوی په ‏اصطلاح د طالبانو د کوټې شورا له غړو سره لیده کاته وکړه، او موږ پوهیږو چې کندهار هوایې ډګر کوټې ته ډیر نږدې دی، که د طالبانو ‏مشران رښتیا له کوټې ورسره اړیکې وای، نو بیا خو د موټر پو اسطه ډیر ژر او پټ د کندهار هوایې ډګر ته را رسیدلای شوای، اړتیا څه وه ‏چې له کوټې په امریکایې چورلکه کې باګرام ته په غلا راوړل شي.‏
‏۹ – کورنیو او بهرنیو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې امریکایان له طالبانو دوې نظامي اډې غواړي چې د باګرام او هلمند شورابک اډې ‏دي، آیا طالبانو به د اډې اندازه اخیستله؟؟!‏
‏۱۰ – او بالاخره افغان حکومت ولي پټه خوله دی، امریکایان ولي څه نه وایې، که دا کار شوې وي، امریکایان یو ځل بیا د افغان حکومت ‏مشروعیت تر سوال لاندي راولي، او د افغان حکومت هغه ادعا چې د دوی په مالکیت او مشرې به د سولې خبرې کیږي، د حکومت او ‏ولس تر منځ لا زیاته بې باورې را منځته کوي.‏
څو میاشتې مخکې داسي پټ راپورونه ورکول کېدل چې امریکایان نږدې شوې چې د طالبانو یوه لویه ډله له افغان حکومت سره د یو ځای ‏کېدو اعلان وکړي، او دغه ډله ملامحمدرسول اخوند ته منسوبېدله، همدارنګه ویل کېدل چې بله ډله طالبان به د اسلامي دولت (داعش) ‏سره د یو ځای کېدو اعلان کوي.‏
احتمال شته چې پاکستان د لوبې مهم لوبغاړی وي، او امریکا به غواړي پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره همداسي معاملې وکړي، دا شونې ‏ده چې د طالبانو په نوم ځینې سوداګر/ پروژوي کسان په امریکایې چورلکه کې راوړل شوې وي، او بیا د آی ایس آې له چینلونو همدې ‏خبرې ته د اصلي طالبانو په نوم هواء ورکول شوې وي، دلته د رسنیو د کارکونکو مسؤلیت دی چې طالبان د پروژوي او تسلیم شوو طالبانو ‏سره ګډ نه کړي.‏
په وروسته وختونو کې دا راپورونه هم ورکول شول چې امریکا او افغان ملي امنیت ریاست له ځینو کابل میشتو طالبانو سر ټکولی چې د ‏سولې پروسه کې یې سمه مرسته نه ده کړي، دا احتمال هم شونی دی، چې کابل کې ناستو ځینو پخوانیو طالبانو خپله سوداګري کړي ‏وي، او د طالبانو د کوټې شورا په نوم یې کسان معرفي کړي وي، بیا هم د رسنیو استازو ته په کار ده چې خبر موثق او راپور چمتو کړي.‏
رسنۍ د افغان حکومت په څیر په تکرار د راپورونو په جوړولو کې تیروتنې کوي، یا خو همدومره ناخبره دي، او یا داچې ورته ویل کیږي چې ‏د افغان ولس د مغشوش کولو لپاره دغه ډول راپورونه چمتو کړي، او دغه کار د ملي ګټو مخالف او له افغان ولس سره ستر خیانت ګڼل ‏کیږي.‏
په دوبۍ کې د طالبانو او امریکایانو ناستې
د سپټبمر پر ۱۷مه، ۲۰۱۸ راپورونه ورکول شول چې طالب استازي دوبۍ روان شوې او هلته به د یوناما او سور صلیب له استازو سره ‏لیدنې وکړي، همدا ډول راپورونه خپاره شول چې طالب استازو په دوبۍ کې له امریکایې چارواکو سره لیدنې کړي، او بیا وروسته اوازه وه ‏چې زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره پټه ناسته شوې.‏
پرته له شکه چې دوبۍ کې به د طالبانو د بندیانو کمیسون او د شرکتونو او نجوګانو د کمیسون غړو د یوناما په وساطت د سور صلیب له ‏کسانو سره لېدنه کړي وي، ځکه د روان کال د اګسټ پر ۱۴مه، طالبانو د سورصلیب فعالیتونه تر پوښتنې لاندي راوستل او د هغوی د ‏فعالیت د بندیدو اړوند یې اعلامیه خپره کړه، د سور صلیب استازو او یوناما له همهغه وخته هڅې کولي چې له طالب استازو سره پر ‏مشکلاتو مخامخ خبرې وکړي، چې ممکن دوبۍ کې پر یادو او ورته اړوند ستونزو به طالب استازو د یوناما او سور صلیب استازو سره خبرې ‏کړي وي. ‏
همدا رنګه کیدای شې د بندیانو د بد وضعیت په اړه هم بحثونه شوې وي، ولي په هیڅ صورت په دوبۍ کې د طالبانو د سیاسي استازو ‏خبرې له امریکایې چارواکو سره نه دي شوې.‏
‏۱ – طالبان په قطر کې په رسمي ډول شتون لري، او د سیاسي کمیسون غړي او مشران یې په دوحه کې میشت دي، که طالبان له ‏امریکایانو سره خبرې کوي، نو ښه ځای دوحه ده.‏
‏۲ – دا چې امارات او قطر خپلو منځو کې د دښمني تر کچې اقتصادي او سیمئیز رقابتونه لري، قطر ته به درنه تمامه شي چې طالبان د ‏دوحې پر ځای په دوبۍ کې له امریکایانو سره سیاسي مذاکرات پر مخ وړي.‏
‏۳ – د قطر او اماراتو ترمنځ د رقابت یو ټکی همدا د طالبانو شتون په دوحه کې دی، اماراتو غوښتل چې پر قطر فشار راوړي، او طالبانو ته ‏وعدي ورکړي چې اماراتو کې خپل رسمی دفتر پرانیزي، کوم چې طالبانو یې دا وړاندیز ونه مانه.‏
غواړو چې پوه شو، په دوبۍ کې څوک دي چې د طالبانو په استازولۍ له امریکایانو سره د سولې پروژه مخکې وړي.‏
ډیر ځله موږ داسي راپورونه لیدلي او اوریدلي چې د افغان حکومت لوړ پوړي چارواکي د طالبانو له مشرانو سره په اړیکه کي دي، او دا ډول ‏راپورونه هم خپاره شول چې امریکایان له طالب مشرانو سره په اړیکه کي دي.‏
کلونه وړاندي د طالبانو د وژل شوې مشر ملا اخترمحمد منصور د استازي په نوم دوکاندار له دوبۍ څخه د بریټانیا لخوا په چارټر شوې ‏الوتکه کې کابل راوړل شو، د هغه وخت ولسمشر کرزي سره یې لېدنه وشوه، پاکستان په جریان کې وو، وروسته معلومه شوه چې هغه په ‏کوټه ښار کې دوکاندار دی.‏
د جنوري ۱۳مه، ۲۰۱۸ په ترکیه کې د طالبانو د استازو په نوم غونډه جوړه شوه، او بیا معلومه شوه چې د شاتو سوداګر د طالبانو په ‏استازولي شرکت کړی، له مجهول ادرسه مجهول کسانو همدا کار کړی وو. ‏
دا چې طالبان د کلیوالو سېمو خلک دي، او له خپلو کلیوالو سره په اړیکو کې بې غوري او ساده توب کوي، له همدې څخه ځینې ځیرک ‏کسان ناسمه ګټه پورته کوي، او یا خو دا چې مجهول کسان د ټلیفون په کرښه له ځینو افغان سیاستوالو سره اړیکه کې وي، او بیا له دوی ‏څخه پیسې اخلي.‏
ما (لیکوال) ته ځینو مهمو افغان سیاستوالو پخوا ویلي وو چې دوی د ملااخترمحمد منصور سره په مستقیم ډول اړیکه کې دي، چې دا خبره ‏ماته هغه وخت هم د منلو نه وه.‏
زه (لیکوال) د انجنیر احمدشاه احمدزي سره (۲۰۱۳ کال نیمایې) په مشعل پوهنتون کې ناست وم، یو ځوان راغی، انجنیر احمدشاه ‏ورسره ګوښې ته ولاړی، هغه ځوان بیرته ووت، انجنیر احمدشاه احمدزي زما څخه پوښتنه وکړه چې دا ځوان پيژنې، ومې ویل چې هو! ‏انجنیر وویل چې ډیر تکړه ځوان دی، هر وخت ماته د طالبانو د مشرانو پېغامونه راوړي، اوس روان دی، لومړی اسلام اباد ته ځي، له هغه ‏ځایه په پېښور کې او بیا کوټه کې د طالبانو مشرانو سره ګوري.‏
انجنیر احمدشاه ته مې وویل، پیسې دي ورکړي؟ هغه ویل هو! ورته مې وویل چې دده ټوله موخه همدا ده، ځکه هغه ځوان ما پېژاندی او ‏پوهیدم چې حکومت کې په پټو ادراو کې به کار کوي.‏
ځینې د منځنۍ کچې طالبان چې د افغان حکومت او یا امریکایانو لخوا نیول شوې، د پوښتنو ګرویژنو پر مهال هغوی ته ویل شوې چې ‏ستاسي پېغامونه موږ ته د پلاني سړي لخوا را رسیدل، په داسي حال کې چې نیول شوې طالبانو امریکایانو او افغان چارواکو ته ویلي چې ‏اصلاً له یاد سړي سره دوی کومه اړیکه نه درلودله، ولي هغه شخص د طالبانو په نوم د سولې پروژې اخیستي وي، او ډالر یې تر لاسه کړي ‏وي. ‏
همدا لړۍ تر نن ورځې پوري دوام لري، په دوبۍ کې د طالبانو د مرستیال مشر ملامحمد یعقوب اخوند په استازولۍ دوه کسان له ‏امریکایانو سره لیدنې او کتنې کوي، او امریکایانو ته وایې چې له ملامحمد یعقوب اخوند سره په اړیکه کې دي.‏
د کرکټ بورډ نوی ګمارل شوی رئیس عزیزالله فضلي، چې دهمدې پروژې له برکته رئیس شو، او بل هم د ساپي په نوم کس په دوبۍ ‏کې د ملامحمدیعقوب اخوند له نوم څخه ګټه پورته کوي، امریکایان یې له ډیرو هڅو او ناستو وروسته وهڅول چې د ملایعقوب اخوند په نوم ‏له جعلي طالبانو سره یې کښینوي، او پرته له شکه چې دا د امریکایانو لویه تیروتنه ده، چې د غلطو ادرسونو له لارې د سولې پروسه ټکنۍ ‏کوي.‏
که څه هم امریکایانو ته ځینو نا پېلو افغانانو دا پېغام رسولی وو چې ملا محمد یعقوب اخوند په کور کې کورکی نه جوړوي، او هغه اړتیا نه ‏لري چې په پټه له امریکایانو سره اړیکې وساتي، بل داچې د قطر دفتر مشر شیرمحمد عباس ستانکزی او غړي یې تر ټولو زیاتې ښې اړیکې ‏له ملایعقوب اخوند سره لري، او د طالبانو رسمي دریځ هم دا دی چې د سولې هر ډول خبرې دي د قطر د سیاسي دفتر د لاري وشي، او ‏دا ډول د طالبانو رسمي سرچینو په دوبۍ او باګرام کې د دوی له استازو سره د امریکایانو هر ډول لیده کاته رد کړي، ولي بیا هم ‏امریکایان خطا ایستل کيږي، او د ملایعقوب له ادرسه له مجهولو او غلط ادرسونو سره اړیکې ساتي، او یا د طالبانو په نوم له مجهولو ‏کسانو سره لیدنې په نورو ځایونو کې کوي، دغه ډول اړیکې به پر امریکایانو د طالبانو بې باوري لا زیاته کړي.‏

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي