برخه -څانګه : afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۹ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې پنځه میلیونه کسان په مخدرو توکو روږدي دي

آریانانیوز: د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا مرستیال ویلي چې په افغانستان کې پنځه میلیونه وګړي په نشه يي توکو روږدي دي.


مولوي عبدالسلام حنفي په کابل کې د نشه یي توکو د ژغورنې د کمیټې له مرستیالې ماډلین سیډلر سره په کتنه کې وویل: که نړیواله ټولنه افغان کروندګرو ته بدیل کښت معرفي کړي، طالبان حاضر دي چې په افغانستان کې د مخدرو موادو کښت او تولید په بشپړه توګه بند کړي.

د ژغورنې د نړیوالې کمیټې مرستیالې ماډلین سیډلر وویل: موږ به په افغانستان کې خپلو بشردوستانه کارونو ته دوام ورکړو.

افغانستان په نړۍ کې د نشه يي توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او ځینې احصایې ښيي چې یوازې د نړۍ ۸۰ سلنه تریاک تولیدوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي