برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ تیر , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په افغانستان کې فقر؛ د افغانستان ۳۴ ولایتونه د خوراکي موادو له ناامنۍ سره مخ دي.

فقر

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه د خوراکي توکو د نه خوندیتوب له بحران یا بېړني کچې سره مخامخ دي.


برنامه وویل چې 18.9 ملیون خلک – د هیواد نږدې نیمایي نفوس – اټکل کیږي چې د 2022 د جون او نومبر ترمینځ په جدي ډول خوراکي ناامني ولري.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې ۴.۷ میلیونه ماشومان، امیندواره او شیدې ورکوونکي ښځې د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.

دغه پروګرام زیاته کړه چې د جولای په میاشت کې یې له دوو میلیونو څخه زیاتو خلکو ته د ژوند ژغورنې خواړه او تغذیه مرستې برابرې کړې. د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د بودیجې د محدودیتونو له امله د مرستو کمولو ته اړ شوی دی.

د سیاسي بدلونونو په پایله کې سږ کال افغانستان د وچکالۍ تر څنګ د فقر او لوږې له بحران سره مخ دی.

په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بازارونو کې د اومو موادو بیې دوه برابره شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي