برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کې د کورني تاوتريخوالي او د طلاق پېښې د بې ساري زياتوالې

آریانانیوز: دیوراپورپه اسا س د کورنيو او ټولنیزو ستونزو د زياتوالي سربېره په افغانستان کې د طلاق پېښې ډېرې لږې وې، د کورنيو غړو به د ګڼو ستونزو او ناخوالو سربېره هم د ولسي رواجونو له امله له طلاق څخه ځان ساته، خو په دې وروستيو کې په افغاني ټولنه کې د طلاق پېښې په بې ساري توګه زياتې شوي دي.
د دغې ستونزې تر ټولو ستر لامل د بهرنيو ډرامو او فلمونو کتل او د غربي کلتور خپرېدل بلل شوي دي.
د افغانستان قضايي ارګانونه وايي، چې په افغان ټولنه کې د طلاق پېښې تر اندېښمنوونکې کچې زياتې شوي دي.
يوې نظرپوښتنې ويلي، چې تېر کال په افغانستان کې د طلاق ۴۳۹۰ پېښې ثبت شوې وې او سږ کال دغه شمېر ۵۴۸۱ ته پورته شوی او په سلو کې اتيا سلنه د طلاق غوښتنه مېرمنې کوي.
دا شمېر د هغو طلاقونو دی، چې په محاکمو کې ثبت شوي او ډېر وخت داسې پېښې هم کيږي، چې محاکمو کې نه ثبتيږي.
په تېرو وختونو کې د طلاق پېښې په پلازمېنې کابل او غیر پښتون مېشتو سيمو کې ډېرې وې، خو له تېرو څو کلونو راهيسې په ميدان وردرګو، لوګر، ختيځو ولايتونو ننګرهار، کونړ، نورستان او لغمان کې هم د طلاق پېښې په بې ساري توګه زياتې شوي دي.
د طلاق سربېره له کورونو د نجونو او ښځو د تښتېدو پېښې هم زياتې شوي دي.
ډېر شمېر نجونې او مېرمنې له کوره تښتي او د مېرمنو خوندي مرکزونو ته د خپل خونديتوب په موخه ځانونه رسوي، خو وروستي راپورونه وايي، چې د مېرمنو حقونو په نوم جوړو شوو خونو کې له نجونو او ښځو سره ناوړه چلند کيږي او ډېری چارواکي او اړوند مسؤولين ترې د ناروا جنسي کړنو غوښتنې کوي او د مخالفت په صورت کې له ګڼو ننګونو او ځورونو سره مخ کيږي.
ګڼ شمېر افغانان فکر کوي، چې د دغو ستونزو تر شا د ښځې او مېړه د بې پرواهي په ګډون د بهرنيو ډرامو، فلمونو کتل او د بهرنيو انجوګانو له لوري د خلکو په کورنيو چارو کې مداخلې او لاسوهنې دي.
د کابل د فاميلي محکمې يو قاضي محمد عالم سادات وايي، چې د بهرنيو مؤسسو له لوري د افغانانو په کورنيو چارو کې د مداخلو او لاسوهنې له امله د زرګونه کورنيو تر منځ شخړې راپيدا شوي او د ښځې او مېړه د طلاق زرګونه قضيې په محاکمو کې درج شوي دي.
د « Kabul love story» په نوم ويډيويي راپور کې راغلي، چې يوازې پلازمېنه کابل کې سلګونه ښځې د کورني تاوتريخوالي له امله په زندانونو کې پرتې دي او د جرمونو لامل يې مېړه وژل، له کوره تښتېدل د دفتري کار له امله مېړه، خسرګنۍ، او پلارګنۍ سره شخړې او لانجې ښودل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي