برخه -څانګه : accidents, afghanistan, fun, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۹ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ځان وژنې شمېر مخ په زیاتېدو دی

آریانانیوز: تېر کال کې په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۴۷ کسانو د ځان وژنې هڅه کړې ده.


د راپورونو له مخې تېر کال د افغانستان په ۹ ولایتونو کې ۳۴۷ کسانو ځان وژنه کړې چې له دې ډلې یې ۶۰ تنه مړه شوي دي.

د دغو رپوټونو د موندنو پر بنسټ، بدخشان ولایت د ځان وژنې د هڅې ۲۵۱ قضیو سره په لومړي ځای کې دی.

يو شمېر چارواکي او ارواپوهان بې وزلي، بېکاري، بې سوادي او کورنۍ تاوتريخوالى د دې ډول پېښو اصلي لاملونه بولي.

تېر کال کې په غور کې ۱۴ تنو، په خوست کې ۱۱ تنو، په سرپل کې ۷ تنو، په ننګرهار کې ۵ تنو، په میدان وردګو کې ۵ تنو، په بامیانو کې ۳ تنو، په اروزګان کې ۲ تنو او په کاپیسا کې ۱ تن ځان وژنه کړې ده او خپل ژوند یې پای ته رسولی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو پر بنسټ هر کال په نړۍ کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان ځانوژنه کوي، چې ډېری یې عمرونه د ۱۵ او ۲۹ کلونو ترمنځ دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي