برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ آذر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران

آریانانیوز: په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق د اټکلونو له مخې، سږکال به په هرو دوو افغان ماشومانو کې یو له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.


خوارځواکي د افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ کړی او په هیواد کې یې فقر او لوږه د یوه بشري ناورین په څنډه کې اچولې ده. د نړیوالو سازمانونو استازو خبرداری ورکړی چې د روان کال تر پایه به په هېواد کې شاوخوا ۳،۲ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي. له دې جملې څخه یو میلیون یې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

د شري او اسهال په څیر ناروغۍ د افغان ماشومانو لپاره یوه بله لویه ننګونه ده او نن ورځ د هغوی ژوند ګواښي. د روغتیا د نړیوال سازمان د تازه شمېرو له مخې په افغانستان کې په هرو څلورو امیندوارو ښځو کې یوه یې د سختې خوارځواکۍ له امله مري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د جګړې له امله د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر ۳،۵ میلیونو ته لوړ شوی دی. د دې سازمان په وینا، مخکې له دې چې طالبان د کابل واک تر لاسه کړي شاوخوا نیمايي افغانان مرستې ته اړتیا درلوده.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي