برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اروپايي هېوادونو اندېښنې

فقر

د اروپايي هېوادونو استازو د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعيت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.


د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي چې د اروپايي ټولنې د بېلابېلو هېوادونو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. نوموړي پر ټویټر لیکلي چې دغه غونډه په بروکسل کې جوړه شوې وه.

د هغه په ​​وينا، په دې غونډه کې د بشري حقونو او اقتصاد په برخه کې يو شمېر بهرنيو کارپوهانو هم حضور درلود.

نیکولسن زیاته کړه چې په دې غونډه کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو او توکمیزو ډلو لپاره د سیاسي مشارکت د نشتوالي او له افغان ولس سره د خپلو ژمنو سره سم د همغږو تګلارو په پلي کولو کې د طالبانو د ناکامۍ په اړه اندېښنه وښودل شوه.

هغه وویل، اروپايي ټولنه د افغانستان له خلکو سره د مرستې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده. په همدې حال کې د نړیوالو سازمانونو چارواکو په وار وار د افغانانو په اړه د نړیوالې ټولنې پر کړنو اندېښنه ښودلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار ادارې مشرې هیدر بار په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په وار وار ویلي چې یوازې د اندېښنې څرګندول کافي نه دي او د نړیوالې ټولنې له خوا باید جدي او اغېزمن اقدام وشي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي