برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۲ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کی امریکاد خپلی غورځېدلې الوتکې په اړه جزئیات خپاره کړل

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د امریکا پوځ وايې، په غزني ولایت کې د غورځېدلې الوتکې هغه برخه یې ترلاسه کړې چې ښایي د الوتکې تور بکس هم پکې وي. څو ورځې وړاندې د غزني ولایت په دیک ولسوالۍ کښې د امریکا د پوځ یو الوتکه غورځېدلې وه چې دو امریکايي ځواکونه پکښې ووژل شول.
په غزني کښې د الوتکې تر غورځېدو وروسته طالبانو ادعا کړې وه چې الوتکه د دوي لخوا ویشتل شوې ده، خو امریکايي چارواکو بیا وویل چې داسې څه یې نه دي موندلي چې وښیي الوتکه د دښمن لخوا نسکوره شوې ده.
د الوتکې تر غورځېدو وروسته افغان چارواکو وویل چې الوتکه د طالبانو د واک لاندې سیمه کښې غورځېدلې ده، او له همدې امله د پېښې وروستو ډول ډول راپورنه خپاره شول چې بیا وروسته په ډاګه شوه چې الوتکه د امریکا د پوځ وه. امریکايي چارواکي وایي چې د وژل شویو کسانو جسدونه یې په ښه ډول تر لاسه کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي