برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په افغانستان کښې دآمریکادپوځی شتون دوام

آریانانیوز: د امریکا د پوځ لوی درسیتز جنرال جوزف ډانفورډ په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو دشتون په دوام ټینګار وکړ .



په داسې حال کښې چې له افغانستان څخه د امریکا د عسکرو د وتلو په هکله د طالبانو او د واشنګټن د استازیو خبرې اترې په قطر کښې دوام لری د امریکا دپوځ لوی درسیتز جنرال جوزف ډانفورډ وویل په افغانستان کښې دواشنګټن دعسکرو شتون دهغه څه لپاره چې هغه له ترهګرۍ سره مبارزه یې وبلله د خبرو اترو وړ نه دی .
تراوسه په افغانستان کښې د جنګ ختمولو ته د طالبانو د اړ کولو لپاره په قطر کښې دامریکا او دطالبانو ترمینځ د خبرو اترو څو پړاونه له ماتی سره مخ شوی دی .
طالبانو ډلې له امریکا سره د سولې ټینګول له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو عسکرو له وتلو سره اړونده کړی دی .
د امریکا دپوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ په داسې حال کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې خبره کوی چې امریکا په اسیا(Asia) کښې د ترهګرۍ د پراخولو او د ناامنۍ او دبې ثباتۍ د دوام اصلی عامله ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي