برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ شهریور , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

په افغانستان د پاکستان د یرغل په اړه د ملي امنیت د پخواني مشر پیغام

آریانانیوز: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي: په هیواد کې د پاکستاني تسلط پروړاندې پاڅون د هر افغان دنده ده.


ښاغلي نبیل په افغانستان کې د پاکستان په تیریو او لاسوهنو انتقاد کولو سره په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: دا له پیل څخه موږ ته روښانه وه چې اصلي دښمن څوک دي. مګر داسې کسان وو چې فکر یې کاوه دا تړون به له پاکستان سره په اړیکو کې یوه نوې پاڼه پرانیزي د نن ورځې غیر عادي وضعیت د پرون خوشبینۍ پایله ده!‌

نبیل ټینګار وکړ چې اوس هم ډیر ناوخته ندی او زموږ خلک کولی شي د یرغلګر پاکستان پروړاندې بسیج شي!

هغه”مرګ پر پاکستان” شعار ورکړ او زیاته یې کړه: پاکستان د افغانستان دښمن و / دی او د پاکستاني تسلط پر ضد پاڅون د هر افغان ملي او وجداني دنده ده.

دا پداسي حال کې ده چې پرون ، د پنجشیر مقاومت جبهې مشر ، احمد مسعود ، پر افغانانو غږ وکړ چې د طالبانو پر وړاندې ودریږي او له هرې ممکنې لارې پاڅیږي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې پاکستاني چورلکو او بې پیلوټه الوتکو په پنجشیر دره کې د طالبانو د برید په ترڅ کې د ملي مقاومت جبهې پر پوستو بریدونه کړي چې دغه بریدونه د فهیم دشتي د مقاومت جبهې ویاند او د هغه یو شمیر ملګري د شهادت لامل شول .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي