برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

پر نړیوالو ځواکونود موټر بم چاودنه

آریانانیوز: د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې موټر بم ځانمرګي برید درې بهرني سرتېري ټپیان کړي دي.



د غه برید نن د چهارشنبې په سهار د «جولای پر ۲۴مه» د ده سبز ولسوالۍ په «تنګي ترخېل» سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر موټریز کاروان باندې شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له رسنیو سره په شریک کړل شوو معلوماتو کې ویلي، چې په دغه برید کې درې بهرني سرتېري ټپیان شوي دي.
ښاغلي رحیمي ویلي، چې د کرواسي د دفاع وزارت په دغه موټر بم ځانمرګي برید کې د خپلو درې سرتېرو ټپي کېدل تائید کړي دي.
تر دا مهاله په افغانستان کې مېشتو نړیوالو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو د پېښې د مسؤلیت په منلو سره په دغه چاودنه کې ګڼو بهرنیو ځواکونو ته د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا کړې ده.
طالبان پر داسې مهال په کابل کې پر نړیوالو ځواکونو موټر بم ځانمرګی برید کوي چې ټاکل شوې روانه میاشت د دغه ډلې او امریکايي استازو ترمنځ د افغان سولې په اړه اتم پړاو خبرې پیل شي.

شریک یي کړئ!