برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پر غزني ښار مو ۲۳ بمونه وغورځول

آریانانیوز: په افغانستان کې مېشت بهرنیان وايي چې په غزني کې يې د خپلو افغان همکارانو اړوند مرسته نه ده سپمولي او ۲۳ بمونه يې پر دې ښار غورځولي دي.



د بهرنیانو یو ویاند امریکاغږ ته ويلي، چې په دې ۲۳ بریدونو کې يې ۱۴۰ طالب سرتېري وژلي دي.
د سرچینې په وینا د بهرنیانو ویاند غزني ته ور غځېدلې لویې لارې هم خلاصې بللې او دعوه يې کړې چې هیڅ بندې شوې نه دي.
امریکایانو دا هم ویلي چې طالبان د غزني له ښاره څنډو ته شوي دي، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي دوی تر واک لاندې کړې سیمې کلکې ساتلې دي.
مجاهد تېر ماښام په خپرو کړو معلوماتو کې وویل چې د ښار ۹۰ سلنه خاوره د دوی د ځواکونو تر لاس لاندې ده.
د هغه په وینا تر تېر ماښام پورې يې ټول ټال ۲۶۶ تنه عسکر وژلي او ۱۷۸ نور ټپیان دي.
هغه د خپلو ۱۶ سرتېرو د وژل کېدو او ۲۱ نورو ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع او کورنیو چارو وزارت مسؤلینو هم په جګړه کې درانه تلفات منلي، د کورنیو چارو وزیر وويل چې شاوخوا ۷۰ تنه یوازې پولیس وژل شوي او د ملي دفاع وزیر بیا د ۱۰۰ تنو عسکرو د وژل کېدو وویل او زیاته يې کړه چې ۱۹۴ طالبان يې هم وژلي دي.
ځينو سرچینو په غزني کې د لسګونو کمانډو عسکرو د ورکېدو خبر هم ورکړی دی، خو طالبانو د جګړې په لومړیو دوو ورځو کې د ۱۱۷ تنو عسکرو د تسلیمۍ خبر ورکړ، په ځانګړي ډول يې د کمانډو عسکرو په تړاو څه نه دي ويلي.
امریکايانو نه دي ویلي، چې د دوی د بمبار په پایله کې څومره ملکي تلفات اوښتي دي، خو خواله رسنیو کې ځينې هغه ویډیو کلیپونه خپرېږي، چې له ودانیو پکې لمبې پورته کېږي او د جګړې ښکېلې غاړې يې یو بل ته منسوبوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي