برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۴ تیر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

پاکستان د افغان کډوالو د اوسېدو موده درې مياشتې وغځوله

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده درې مياشتې نوره وغځوله.


د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، د پاکستان لنډمهاله لومړي وزیر ناصر المُلک پرون د خپلې کابینې د غونډې په ترڅ کې پرېکړه وکړه چې د راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده دې د درې نورو میاشتو لپاره وغځول شي.

سرچينې زياته کړې، په غوڼده کې دغه راز پرېکړه وشوه چې د افغان کډوالو د اوږدمهاله اوسېدو یا نه اوسېدو په تړاو د پرېکړې موضوع دې راتلونکي حکومت ته پرېښودل شي.
د راپورونو له مخې، په دغه هېواد کې د راجستر شوو افغان کډوالو قانوني موده پرون پای ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان مخکني حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجستر شوو افغان کډوالو د اوسېدو موده د روان ميلادي کار د جون میاشتې تر پایه غځولې وه.
ولسمشر غني له دې وړاندې ویلي و چې په راتلونکو دوو کلونو کې باید ټول افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شي.
نوموړي د سلواغې په ۲۶مه پلازمېنه کابل کې د کډوالو د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې د وینا پر مهال وویل، حکومت ژمن دی چې خپل ټول لومړیتوبونه بدل کړي، ترڅو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو زمینه برابره شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو له مخې، اوس هم په پاکستان کې څه دپاسه دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي