برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ مهر , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

ټرمپ: ولې ټویټر طالبانو ته د فعالیت اجازه ورکوي خو زما اکاونټ بند دی ؟!

آریانانیوز: د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر پر ټویټر انتقاد وکړ چې طالبانو ته یې د فعالیت اجازه ورکوي، خو د هغه اکاونټ یې بلاک کړي دی.


د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په فلوریډا کې له فدرالي قاضي غوښتي چې له ټویټر څخه وغواړي چې د هغه حساب بیرته ورکړي.

هغه په دوام کې پر ټویټر نیوکه وکړه چې طالبانو ته یې د فعالیت اجازه ورکړی دي خو د هغه اکاونټ بند دی.

ټرمپ په محکمه کې استدلال کوي چې ټویټر طالبانو ته اجازه ورکوي چې په ټول افغانستان کې د خپلو پوځي بریاو په اړه په منظم ډول ټویټ وکړي مګر د هغه د ولسمشرۍ پرمهال ، ټولنیزې شبکې د هغه ټویټونه د غلط معلوماتو په توګه لیبل او سانسور کړل.

ټویټر دمخه د تاوتریخوالي هڅولو خطر له امله د ټرمپ حساب حذف کړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي