برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۶ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

يو هوټل کې د دوو نجونو مړي او يو بې هوشه سړی موندل شوي

آریانانیوز: د کابل امنيتي چارواکي وايي چې د کابل په يو هوټل کې د دوو نجونو جسدونه او يو سړی د بې هوشۍ په حالت کې موندل شوي دي.


د کابل د پوليسو ۱۰۱ اسمايي زون د قومندانۍ وياند بصير مجاهد رسنيو ته ويلي دي چې دا پيښه درې شپې مخکې د کابل «ستاره شهر» په يو هوټل کې رامنځته شوې ده.
هغه رسنيو ته وويل چې د هوټل يو ساتونکي له يوې خونې څخه د يو ماشوم ژړا اورېدلې او له هغې وروسته يې د هوټل مالک
خبر کړی او بيا د هوټل مالک پوليسو ته خبر ورکړی دی.
هوټل ته پوليس ورغلي دي او د هوټل دغه خونه چې د ريموټ په واسطه خلاصیږي او بنديږي خلاصه کړې چې د دوو نجونو جسدونه او يو بل سړی يې د بې هوشۍ په حالت کې پيدا کړي دي.
بصير مجاهد وويل چې د مړو شويو نجونو جسدونه عدلي طب ته لېږل شوي دي او همداراز بې هوشه شوی کس چې د ياد هوټل مدير دی هم روغتون ته د درملنې له پاره ليږل شوی دی چې له درملنې وروسته به ورڅخه پلټنې وشي.
دغې سرچينې ويلي دي چې ددې پيښې په شپه په هوټل کې د واده او يا نور څه مراسم نه وو او اټکل کيږي چې په دې هوټل کې غير اخلاقي کارونه کېدل.
د کابل يو شمير خبريالان وايي چې دغو نجونو د (ټابليټ کا) په نامه يو ډول نشه يي ګولۍ خوړلې دي چې ښايي د ډېرې نشې له امله مړې شوي وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي