برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

هوايي بريد کې د ښځو او ماشومانو وژل

آریانانیوز: په ولسي وګړو د ګډو ځواکونو د هوايي بريدونو او عملياتو په دوام دا ځل بيا ګډو ځواکونو په خوست ولايت کې ملکي وګړي په نښه کړي او د ښځو ماشومانو په ګډون يې پنځه تنه وژلي دي
راپورونه وايي چې امريکايي چورلکو تيره ورځ د خوست ولايت مرکز اړوند سيمه کې د ملکي وګړو هغه موټر په نښه کړی چې د خوست ښار ته يې ناروغان لېږدول په دغه بريد کې پنځه تنه ملکي وګړي وژل شوي دي چې دوه يې ميرمنې او يو کوچنی ماشوم دی
تر اوسه د خوست چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي بايد‌ وويل شي چې په ملکي وګړو د ګډو ځواکونو هوايي بريدونه تر بل هر وخت زيات شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی خو دولتي چارواکي يې په اړه پټه خوله دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي