برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

هلمند کې پنځه امریکايي عسکر ټپيان شول

آریانانیوز: نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د طالبانو توغنديز برید پنځه امریکايي عسکر ټپيان کړي دي
د نيويارک ټايمز په وينا طالبانو د امریکايي عسکرو پر مرکز توغنديز برید کړی، چې امله يې پنځه عسکر ټپيان شوي دي
په افغانستان کې د ناټو قاطع ملاتړ ماموريت رسنیز دفتر تر اوسه هم په دې اړه څه نه دي ويلي
امريکايي ورځپاڼې دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې دوه ورځې وړاندې طالبانو په لښکرګاه کې د امریکايي عسکرو پر مرکز ۶۵ توغندي ورولولي وو
طالبانو د دې برید مسؤوليت منلی و او ويلي يې و، چې هلمند کې يې د امريکايي عسکرو پر«بوسټ زون ۵۰۵» پوځي اډې ۶۵ توغندي توغولوي او لسګونو امريکايي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي